Logo

    په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنې

    urDecember 25, 2020
    What was the main topic of the podcast episode?
    Summarise the key points discussed in the episode?
    Were there any notable quotes or insights from the speakers?
    Which popular books were mentioned in this episode?
    Were there any points particularly controversial or thought-provoking discussed in the episode?
    Were any current events or trending topics addressed in the episode?

    About this Episode

    د ځوانانو غږ خپرونه کې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنو خبرې کړې دي. په دې پروګرام کې د خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبايلي ضلعو کې د ځوانانو بېلا بېلو سازمانونو مشرانو سره د هغوی په فعاليتونو او راتلونکې کال پلانونو په اړه غږدلي يو. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

    Recent Episodes from د ځوانانو غږ

    بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې

    بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
    د ځوانانو غږ خپرونه مو په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د ډېسېمبر پر ۱۹مه د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د مقامي حکومتونو لپاره د رايو اچولو لومړی پړاو ترسره کېږي. د دې ترڅنګ نن د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونو په څه حال کې دي؟ د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
    د ځوانانو غږ
    urDecember 10, 2021

    د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان

    د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
    د دې اوونۍ د "ځوانانو غږ" خپرونې ګډونوالو وویل، پښتانه به هغه مهال له نورو قامونو سره سیالېږي چې کتاب خپل کړي. د ځوانانو په خبره، بايد زده کونکي د خپلو نصابي کتابونو ترڅنګ د ساينس، تاريخ، سياست او نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه هم کتابونه ولولي. دوی دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د خپراوي حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت وکړې. خو موږ په ځوانانو غږ خپرونه کې یوازې د کتاب پر لوست، ارزښت او له دې سره په تړلو نورو موضوعاتو په اروپا او خیبر پښتونخوا کې له ځوانانو سره خبرې کړي. د خپرونې برخوال وايي، ځوانان اکثر د کتاب پر ځای په ټولنیزو شبکو کې وخت تېروي چې د هغوی د تاوان سبب کېدای شي. د خپرونې ګډونوال د برتانیې په پوهنتون کې د ډاکترۍ زده کوونکی ضیا الله همدرد، د جرمني د پساو پوهنتون زده کوونکی اویس احمد خان، په ډېره اسماعیل خان کې مدني فعال عالمزېب مسید او له پېښوره فعاله وږمه فېروز ول. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟

    د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
    د دې اوونۍ ځوانانو غږ خپرونه د مردان عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کونکي مشال خان د څلورم تلين په مناسبت چمتو شوې ده. د خپرونې ګډونوال وايې چې په دغه سيمه کې د سختدريځۍ مخنيوی د ټولنې د هر وګړي کار دی خو د دوی په خبره تر ټولو زياته ذمه واري رياست راځي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د تعليمي ادارو او مدرسو په نصاب کې داسې اصلاحات وکړي چې په نتيجه کې يې د بېلا بېلو مذهبونو د پلويانو ترمنځ نفرتونه ختم او ورورولي زياته شي. بلخوا په خپرونه کې شامل حکومتي استازی وايي چې ياد اصلاحات به کوي. د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې بحث شوی چې په ۲۰۱۷ز کال کې د مذهب سپکاوي په تور د مشال خان تر وژنې وروسته د دغه سيمې په ځوانانو کې څه فکري بدلون راغلی او که نه؟ د خپرونې ګډونوال وايي که څه هم د دغه سيمې ځينې ځوانانو د مشال خان ملاتړ کړی خو لا هم په ټولنه کې د بشپړ بدلون لپاره رياست ته ډېر څه کول دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
    د ځوانانو غږ
    urApril 13, 2021

    د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟

    د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
    په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار شوي ځوانان وايي، ژوند یې ګران دی او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې. دوی وايي، کله چې د ماین چاودنه کې یو کس معذور شي نو بیا د څاروو پیولو، لوبو او غره ته د چکر لپاره نشي تللای. دوی دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اپرېل پر څلورمه د ځمکلاندې بمونو په اړه د اګهۍ او د ماینونو پاکولو په اړه د اقدام ورځې په توګه لمانځل کېږي. موږ د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې کړې. په خپرونه کې د ځمکلاندې بمي چاودنې ښکار شوې حمیده بي بي، د جنوبي وزیرستان د معزورانو سازمان مشر ممتاز مسید او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورمې استازی او د واکمن تحریک انصاف ګوند سید اقبال مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
    د ځوانانو غږ
    urApril 04, 2021

    د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل

    د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
    د ځوانانو غږ خپرونه د مشال راډیو ۱۱مې کليزې په مناسبت جوړه شوې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د قبايلي ځوانانو فورم مشرانو او نورو مدني فعالانو او د راډیو اورېدونکو ويلي چې مشال راډیو خپل اورېدونکي له سياسي او بنيادي بشري حقونو خبر کړل. دوی وايي چې له ۲۰۱۰ز کال مخکې په قبايلي سيمو کې ترهګري او سختدريځي ډېره زياته وه خو د مشال راډیو خپرونو په دغه کې تر ډېره کمی راوست او اوس په دغو سيمو کې تر ډېره امن دی او زياتره خلک د ټوپک پر ځای قلم ته لومړيتوب ورکوي. دوی وايي چې د سيمې د خلکو د خبرتيا تر ټولو لویه وسيله مشال راډیو ده. دوی زياتوي چې دا راډیو په مشرانو، مېرمنو او ځوانانو ټولو کې يو شان مقبول ده. البته دوی ځينې وړانديزونه هم لرل چې په خپرونو کې د مېرمنو او نالوستو کسانو ونډه زياتول پکې شامل دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
    د ځوانانو غږ
    urJanuary 16, 2021

    په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي

    په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي
    د "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو په ننګرهار ولايت د "تعليمي اشر" په نامه پروژې ته کتنه کړي. د ولايت پوهنې رياست وياند وايي، د کورونا وايرس وبا له وجې د ژوند نورو برخو په شان د زده کوونکو تدريس ته هم زيان رسېدلی. په دي لړ کې پوهنې وزارت له تعلیمیافته خلکو وغوښتل چې په رضاکارانه توګه په ښوونځيو کې د درس ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي. د وزارت وياند محمد اصف شینواری وايي، د ۴۰۰ ښځو په ګډون، شاوخوا ۱،۵۰۰ رضاکارانو ورسره نومونه لیکلي او په ښوونځیو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي. ناحکومتي ادارو د دې ګام هرکلی کړی او په دې کې ونډه هم لري. همداراز، د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د ځوانانو سازمانونه په خپل مټ د تعليمي هلو ځلو د دوام هڅې کوي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
    د ځوانانو غږ
    urJanuary 08, 2021

    قبايلي ځوانان ۲۰۲۱ز کال کې څه پلانونه لري؟

    قبايلي ځوانان ۲۰۲۱ز کال کې څه پلانونه لري؟
    د ځوانانو غږ خپرونه کې مو د قبايلي سيمو بېلا بېلو سازمانونو غړو او مشرانو سره خبرې کړي چې ۲۰۲۱ز کال کې د قبايلي سيمو ځوانانو لپاره څه پلانونه په پام کې لري. د دې ترڅنګ ځوانان په قبايلي علاقو کې د لوبو سيالو لپاره څه هلې ځلې کوي. ځوانان وايي، د قبايليو زياتره سيمې تر اوسه د انټرنيټ سهولت برخې دي او په نوی کال کې به د دې سهولت ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي. په دې خپرونه کې مو له قبايلي سيمو ځوانانو سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
    د ځوانانو غږ
    urJanuary 01, 2021

    په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنې

    په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنې
    د ځوانانو غږ خپرونه کې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنو خبرې کړې دي. په دې پروګرام کې د خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبايلي ضلعو کې د ځوانانو بېلا بېلو سازمانونو مشرانو سره د هغوی په فعاليتونو او راتلونکې کال پلانونو په اړه غږدلي يو. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
    د ځوانانو غږ
    urDecember 25, 2020

    د مهاجرت نړيواله ورځ: پښتانه ځوانان څنګه ژوند کوي؟

    د مهاجرت نړيواله ورځ: پښتانه ځوانان څنګه ژوند کوي؟
    د ډېسېمبر ۱۸ هر کال د هجرت کوونکو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د ځوانانو غږ په خپرونه کې دا موضوع څيړو چې بهر هېوادونو ته هجرت کوونکې پښتانه او افغان ځوانان څه رنګه ژوند تېروي. په ۲۰۰۰ز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې هر کال د دې ورځې لمانځنې پرېکړه کړې وه. په خپرونه کې له متحده عرب اماراتو و دوه پښتانه ځوانان نجیب همدرد، ناصر وزير او له جرمني څخه په سیاسياتو کې د پي اېچ ډي محصل او څېړونکی وحید وطنیار مو مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
    د ځوانانو غږ
    urDecember 18, 2020

    په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو احتجاج

    په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو احتجاج
    په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د مترقي او جمهوري زده کوونکو د اتحاديو او ځينو سياسي ګوندونو له سازمانونو سره خبرې کړي. دوی د نومبر پر ۲۷مه په ټول پاکستان کې احتجاج کړی و. دوی د هېواد په پوهنتونونو کې د زده کونکو اتحادیو د بحالولو، د جنسي ځورونو د مخنیوي، په فیسونو کې د کموالي او نورو اسانتياو غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر کال يې هم پر ياده ورځ دغه راز احتجاج کړی و خو حکومت يې تر دې دمه غوښتنې نه دي منلي. له موږ سره مېلمانه وو په لاهور کې د مترقي او جمهوري زده کوونکو اتحاديو د مشترکه اېکش يا اجرايوي کمېټې منتظم مزمل خان کاکړ، په کوټه کې هم د دې کمېټې يوه غړې ولسمينه بيړيسی، مترقي زده کوونکو د سازمان يو مخکښ شفيق ګېګياڼی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د اجرايوي کمېتې غړی او هم د دې ګوند د زده کوونکو د سازمان پخوانی مشر اخونزاده حسېن. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
    د ځوانانو غږ
    urNovember 27, 2020
    Logo

    © 2024 Podcastworld. All rights reserved

    Stay up to date

    For any inquiries, please email us at hello@podcastworld.io