ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر ډاکټر زاهد انور مېلمه کړی دی. نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه زده کړې کړې دي. ډاکتر انور وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په پاکستان کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړې ده چې دا د جمهوري نظام خوندیتوب لپاره مهم دي.
دی وايي، وفاقي او صوبايي حکومتونه باید یو بل وزغمي او په ګډه کار وکړي. ډاکتر انور وايي، په قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی. بشپړه مرکه واورئ.
د مشال مرکه
urMarch 10, 2024