Logo
    Search

    د مشال تر رڼا لاندې

    مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.
    urmashaalradio.com/ rferl.org50 Episodes

    Episodes (50)

    له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟

    له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟
    د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې اووه قبایلي ضلعې او شپږ نیمه قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې. حکومت هغه مهال ویلي ول چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره به اربونه روپۍ لګوي. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د هغو ضلعو یوشمېر استازي وايي، ورسره ژمنې نه دي پوره شوې. حکومتي استازي وايي، د پرمختیايي او نورو چارو نه ترسره کېدو لامل د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د پیسو وېش پر سر د صوبو ترمینځ اختلافات دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

    افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
    پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځينې داسې مسلې شته چې د اسلام اباد او کابل اړيکې يې له چیلېنج سره مخامخ کړې دي. په دې کې یوه هم په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون دی. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

    د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟

    د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟
    تر هغې دوه ورځې وروسته چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په هغه هېواد کې د حملو اعلان وکړ، د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پوليسو پر موټر بريد وشو چې پکې دوه پوليسان او يو ولسي وګړی ووژل شو او تر ۲۰ زیات ټپیان شول. د حملې ذمه واري ټي ټي پي منلې ده. د طالبانو د بريدونو اعلان د پاکستان مطبوعات د هغه دوه اړخیزه اوربند د ماتېدو په معنا اخیستی چې په جون مياشت کې تر نامعلومې مودې پورې غځېدلی وو. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟

    د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟
    په پاکستان کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو ورځو له رانېږدې کېدو سره سم د هغه هېواد سیاسي فضا لا تودېږي. ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي خو د قانون له مخې، تر دې مخکې یې باید ځایناستی وټاکل شي. پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاست او رسنیو پوښښ ولې د دې موضوع شاوخوا څرخي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې اورېدای شئ.

    تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟

    تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟
    د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه په يوه وسلوال بريد کې شپږ پوليسان وژل شوي دي. د دې حملې ذمه واري ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په داسې حال کې منلې چې له دې ډلې سره د حکومت د اوربند تړون لاهم پر ځای دی. دا چې پر اوربند سربېره پاکستانيو طالبانو ولې بريدونو ته دوام ورکړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې د غږ په ځای کې یې اورېدلای شئ.

    قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟

    قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟
    د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د نومبر پر اتمه نېټه جينکو د خپلو تعلیمي حقونو لپاره مظاهره کړې وه. ځايي خلک دا په دې سيمه کې یو تاریخی احتجاج ځکه بولي چې په وينا يې ښځو په لومړي ځل مظاهره کړې ده. په قبايلی ضلعو کې وخت پر وخت دغسې مظاهرې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د ښځو او جينکو د خپلو حقونو لپاره سړکونو او لارو کوڅو ته راوتل يو څنګه رجحان دی؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ

    شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟

    شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟
    په شمالي وزیرستان کې پر احتجاجونو او پرلتونو سربېره هم د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او د دې ترڅنګ په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې له شتمنو خلکو څخه د باج یا قلنګ اخیستو راپورونه هم زیات شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

    د خبريال ارشد شريف وژنه او پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ خطرونه

    د خبريال ارشد شريف وژنه او پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ خطرونه
    د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په کينيا کې د پاکستان يو مشهور خبريال ارشد شریف وویشتل شو. د کينيا پوليس دعوه کوي چې هغه يې په غلطۍ وژلی دی خو د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان بې له کوم ثبوت وړاندې کولو هغه يوه هدفي وژنه بللې ده. پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.

    ضمني انتخاباتو کې د جې یو ای (ف) او اې اېن پي د ماتې لاملونه څه دي؟

    ضمني انتخاباتو کې د جې یو ای (ف) او اې اېن پي د ماتې لاملونه څه دي؟
    د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د اتو څوکيو ډکولو لپاره په شویو انتخاباتو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خيبر پښتونخوا په درېواړه حلقو کې په پاکستان جمهوري غورځنګ کې شاملو ګوندونو، جمعیت علما اسلام (ف) او عوامي نیشنل پارټۍ ته ماتې ورکړه. د دې دواړو ګوندونو د ماتې لاملونه څه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.

    د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟

    د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟
    په سوات کې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په زرګونو کسانو د وسلوالو بريدونو پرضد غونډه وکړه. د دې ترڅنګ په تېرو څو میاشتو کې په نورو ښاري او قبايلي ضلعو کې هم د وسلوالو بريدونو پرضد ورته لاريونونه او غونډې شوې دي. پوښتنه داده چې د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.

    ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟

    ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟
    له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوړ شوی دی. يو وخت د يوه امريکايي ډالر قیمت ۲۳۹روپۍ ته رسېدلی وو. د دې ترڅنګ حکومت د تېلو قيمتونو هم کم کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او په هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده. پوښتنه دا ده چې د ډالر پرتله د روپۍ ارزښت ولې مخ په ښه کېدو دی او ایا دا د هغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي؟ په دې اړه په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    خیبر پښتونخوا کې امنیت څنګه ټینګېدای شي؟

    خیبر پښتونخوا کې امنیت څنګه ټینګېدای شي؟
    له یوې مودې راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې وسله وال بريدونه بیا زیات شوي دي. پاکستان، په تېره خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعې، له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې د وسله والو ډلو د فعاليتونو له کبله د ناامنۍ ښکار دي. پوځ او حکومتونو د وسله والو د ختمولو لپاره يوشمېر عمليات، سياسي او قانوني اقدامات کړي دي خو لا یې هم د امنیت ټینګښت په لړ کې يې پوره نتیجه نه ده ورکړي. په ناامنه سيمو کې بشپړ امن څنګه راتلای شي؟ پر دې موضوع په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    ایا خیبر پښتونخوا کې بریدونه د حکومت او ټي ټي پي د اوربند ماتېدو په معنا دي؟

    ایا خیبر پښتونخوا کې بریدونه د حکومت او ټي ټي پي د اوربند ماتېدو په معنا دي؟
    په خيبر پښتونخوا کې په وروستیو کې په بېلابېلو وسله والو بريدونو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پکې د ځينو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې په داسې حال کې منلې چې د پاکستان له حکومت سره یې اوربند په رسمي توګه لا هم پر ځای دی. پوښتنه دا ده چې د ټي ټي پي تازه حملې ایا د اوربند د ماتېدو په معنا دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

    ایا د عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتنه د پوځ نوي مشر ټاکلو له موضوع سره تړلې؟

    ایا د عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتنه د پوځ نوي مشر ټاکلو له موضوع سره تړلې؟
    د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد ولسي غونډو او د ضمني انتخاباتو کیمپېن ته دوام ورکړی او ژر د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو غوښتنه کوي. نوموړي په خپلو ویناوو کې کله په اشارو او کله هم مستقیماً پر پوځ نیوکې کوي خو د سېپټېمبر پر څلورمه یې د پوځ د نوي مشر ټاکنې په اړه څرګندونې د حکومت، پوځ او سیاسي مشرتابه له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. تر دې مخکې به یوشمېر شنونکو ګومان کاوه چې عمران خان ځکه ژر د انتخاباتو غوښتنه کوي چې غواړي اوسنی حکومت د پوځ د راتلونکي مشر د ټاکلو موقع و نه لري. په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    سيلابونو تیار فصلونه تباه کړي، ایا پاکستان د خوړو له بحران سره مخامخېدای شي؟

    سيلابونو تیار فصلونه تباه کړي، ایا پاکستان د خوړو له بحران سره مخامخېدای شي؟
    په پاکستان کې سيلابونو د ځانی زیانونو ترڅنګ په لکونه ايکړه زرعي ځمکې هم ویجاړې کړي او تیار فصلونه يې له منځه وړې دي. زراعت ته اوښتی زیان تر کومې کچې دی، بحالي به يې څومره وخت واخلي او ایا پاکستان به د خوړو له بحران سره مخامخ شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.

    اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د ښځو د غونډې موخې څه وې؟

    اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د ښځو د غونډې موخې څه وې؟
    د خیبر پښتونخوا ښځو د اګست پر ۲۳مه په اسلام اباد کې لومړنی کلنی کنفرانس کړی دی. په "مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې مو د غونډې موضوع او ارزښت څېړلی دی. په خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د حکومت د ښځو چارو مشره رفعت سردار، د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي بنسټ عورت فاونډېشن استازې شبینه ایاز او د ښځو او نرښځیو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان بلو وېنز مشر قمر نسیم مېلمانه دي. بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پرضد د "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز؟

    خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پرضد د "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز؟
    په دي وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په دير او سوات کې وسلوال طالبان راڅرګند شول چې پرضد يې هلته ولسي مظاهرې وشوې. د مشال تر رڼا لاندې کې د دغه "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي.

    کارپوهان د خراساني وژنه او د تحریک طالبان پاکستان غبرګون څنګه ارزوي؟

    کارپوهان د خراساني وژنه او د تحریک طالبان پاکستان غبرګون څنګه ارزوي؟
    تحریک طالبان پاکستان د اګست پر نهمه په يوه بيان کې د خپلو درې مشرانو وژنه تايید کړې ده. د اګست پر اوومه د افغانستان په برمل کې په وژل شويو کې د طالبانو مهم قوماندان عمر خالد خراسانی هم شامل وو. خراساني د طالبانو د هغې ډلې برخه وو چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو بوخته ده. د چارو ځينو پوهانو دا اندېښنه ښوولې چې د عمر خالد خراساني وژنه ښايي د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر روانو خبرو اترو ناوړه اغېز وکړي خو طالبانو په بیان کې په دې اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ته به ماتې ورکوي. کارپوهان د خراساني تر وژنې وروسته د مذاکراتو عمل، د تحریک طالبان پاکستان غبرګون او د هغې ډلې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ ممکنه تعلقاتو ته څنګه ګوري؟ ځواب یې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورېدای شئ.

    د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

    د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
    د امريکا ډرون الوتکې د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه نېټه په بیان کې ویلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم، د ترهګرۍ پر ضد له دريځ سره ولاړ دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د الظواهري پر وژنه لا خاموشه دی. البته بريد يې د امريکا، افغانستان او سيمې د ګټو خلاف عمل بللی دی. پاکستان چې له د طالبانو حکومت سره ژورې اړيکې لري په تازه بیان کې په ظاهره د بريد ملاتړ کړی دی. نو په داسې حال کې پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا به د پاکستان او طالبانو پر اړيکو اغېز وکړي؟ پر دې او نورو پوښتنو په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    د سپریم کورټ له فیصلې سره به په پاکستان کې سياسي بحران ختم شي؟

    د سپریم کورټ له فیصلې سره به په پاکستان کې سياسي بحران ختم شي؟
    په پاکستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې پیل شوی سياسي بحران لا تراوسه هم تم شوی نه دی. کړکېچ هغه وخت پیل شو چې کله د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د هغه وخت حزب اختلاف چې دا مهال په حکومت کې دی، د ناباورۍ تحريک کامياب کړ. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د وزیراعلا د لانجمنو ټاکنو په اړه د سپریم کورټ تازه فيصلې سره به دا بحران نور پای ته ورسېږي او که به لا پسې زیات شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.