Logo
    Search

    پنجاب ضمني ټاکنې: د تحريک انصاف بريا واکمن ګوندونه له کومو چیلېنجونو سره مخامخ کړي؟

    urJuly 20, 2022

    About this Episode

    د جولای پر ۱۷مه نېټه په پنجاب کې د ضمني ټاکنو نتیجو د پاکستان سياست لړزولی او د دې د اوږدمهاله اغېز په اړه نوی بحث پیل شوی دی. پر ۲۰ څوکيو شويو ټاکنو کې ۱۵ تحريک انصاف او څلور مسلم ليګ نواز ګټلې دي چې ورسره په پنجاب اسمبلۍ کې د غړو د شمېر له پلوه د تحريک انصاف او اتحاديانو تله درنه شوې ده. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د ضمني انتخاباتو پايلو په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه له کومو ننګونو سره مخامخ کړي دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    Recent Episodes from د مشال تر رڼا لاندې

    له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟

    له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟
    د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې اووه قبایلي ضلعې او شپږ نیمه قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې. حکومت هغه مهال ویلي ول چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره به اربونه روپۍ لګوي. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د هغو ضلعو یوشمېر استازي وايي، ورسره ژمنې نه دي پوره شوې. حکومتي استازي وايي، د پرمختیايي او نورو چارو نه ترسره کېدو لامل د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د پیسو وېش پر سر د صوبو ترمینځ اختلافات دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

    افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
    پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځينې داسې مسلې شته چې د اسلام اباد او کابل اړيکې يې له چیلېنج سره مخامخ کړې دي. په دې کې یوه هم په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون دی. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

    د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟

    د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟
    تر هغې دوه ورځې وروسته چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په هغه هېواد کې د حملو اعلان وکړ، د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پوليسو پر موټر بريد وشو چې پکې دوه پوليسان او يو ولسي وګړی ووژل شو او تر ۲۰ زیات ټپیان شول. د حملې ذمه واري ټي ټي پي منلې ده. د طالبانو د بريدونو اعلان د پاکستان مطبوعات د هغه دوه اړخیزه اوربند د ماتېدو په معنا اخیستی چې په جون مياشت کې تر نامعلومې مودې پورې غځېدلی وو. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

    د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟

    د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟
    په پاکستان کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو ورځو له رانېږدې کېدو سره سم د هغه هېواد سیاسي فضا لا تودېږي. ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي خو د قانون له مخې، تر دې مخکې یې باید ځایناستی وټاکل شي. پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاست او رسنیو پوښښ ولې د دې موضوع شاوخوا څرخي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې اورېدای شئ.

    تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟

    تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟
    د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه په يوه وسلوال بريد کې شپږ پوليسان وژل شوي دي. د دې حملې ذمه واري ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په داسې حال کې منلې چې له دې ډلې سره د حکومت د اوربند تړون لاهم پر ځای دی. دا چې پر اوربند سربېره پاکستانيو طالبانو ولې بريدونو ته دوام ورکړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې د غږ په ځای کې یې اورېدلای شئ.

    قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟

    قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟
    د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د نومبر پر اتمه نېټه جينکو د خپلو تعلیمي حقونو لپاره مظاهره کړې وه. ځايي خلک دا په دې سيمه کې یو تاریخی احتجاج ځکه بولي چې په وينا يې ښځو په لومړي ځل مظاهره کړې ده. په قبايلی ضلعو کې وخت پر وخت دغسې مظاهرې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د ښځو او جينکو د خپلو حقونو لپاره سړکونو او لارو کوڅو ته راوتل يو څنګه رجحان دی؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ

    شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟

    شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟
    په شمالي وزیرستان کې پر احتجاجونو او پرلتونو سربېره هم د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او د دې ترڅنګ په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې له شتمنو خلکو څخه د باج یا قلنګ اخیستو راپورونه هم زیات شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

    د خبريال ارشد شريف وژنه او پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ خطرونه

    د خبريال ارشد شريف وژنه او پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ خطرونه
    د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په کينيا کې د پاکستان يو مشهور خبريال ارشد شریف وویشتل شو. د کينيا پوليس دعوه کوي چې هغه يې په غلطۍ وژلی دی خو د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان بې له کوم ثبوت وړاندې کولو هغه يوه هدفي وژنه بللې ده. پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.

    ضمني انتخاباتو کې د جې یو ای (ف) او اې اېن پي د ماتې لاملونه څه دي؟

    ضمني انتخاباتو کې د جې یو ای (ف) او اې اېن پي د ماتې لاملونه څه دي؟
    د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د اتو څوکيو ډکولو لپاره په شویو انتخاباتو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خيبر پښتونخوا په درېواړه حلقو کې په پاکستان جمهوري غورځنګ کې شاملو ګوندونو، جمعیت علما اسلام (ف) او عوامي نیشنل پارټۍ ته ماتې ورکړه. د دې دواړو ګوندونو د ماتې لاملونه څه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.

    د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟

    د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟
    په سوات کې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په زرګونو کسانو د وسلوالو بريدونو پرضد غونډه وکړه. د دې ترڅنګ په تېرو څو میاشتو کې په نورو ښاري او قبايلي ضلعو کې هم د وسلوالو بريدونو پرضد ورته لاريونونه او غونډې شوې دي. پوښتنه داده چې د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.