Logo

    پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي

    urAugust 22, 2023
    What was the main topic of the podcast episode?
    Summarise the key points discussed in the episode?
    Were there any notable quotes or insights from the speakers?
    Which popular books were mentioned in this episode?
    Were there any points particularly controversial or thought-provoking discussed in the episode?
    Were any current events or trending topics addressed in the episode?

    About this Episode

    په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۸ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته امنیتي ادارو د غورځنګ یو شمېر مشران او فعالان نیولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي چې دا کسان یې پر امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي. بلخوا د غورځنګ مشران وايي چې د خپلو ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.

    Recent Episodes from د کرښې پر غاړه

    د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي

    د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي
    د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل د روژې له پیلېدو سره په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ زیاتېدو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د صوبې اوسېدونکي وايي چې د روزګار موقعې کمې دي او په روژه کې د شیانو بیې لوړې شوې دي چې دوی په اخیستو کې له لوی مشکل سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې صوبايي حکومت خواوشا ۹۰۰،۰۰۰ کسانو ته په روژه کې د ۱۰، ۱۰ زره روپیو ورکولو اعلان کړی دی. په خپرونه کې پر دې غږېدلي یو چې ایا له دې ډول لنډمهاله اقداماتو سره د بې وزلۍ او ګرانۍ ستونزه هوارېدای شي؟ بشپړه خپرونه واورئ.

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟
    په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې له وسلوالو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. تحریک جهاد پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده. دا اوونۍ "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر دې موضوع له مېلمنو سره خبرې کوو چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ولې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی؟
    د کرښې پر غاړه
    urDecember 12, 2023

    د پولیو پر واکسیني کیمپېن بنديز د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي

    د پولیو پر واکسیني کیمپېن بنديز د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي
    په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ګوزڼ پر وړاندې کیمپېن روان دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د ماشومانو پر واکسینونو بندیز لګولی دی. انتظامي چارواکي وايي، د جرګې ډېرې غونډې یې منلې دي او د مسلو د هواري هڅه کوي. په تېر کال کې په پاکستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ د شمالي وزیرستان وې. د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 29, 2023

    خيبر پښتونخوا کې پوهنتونونه ولې له مالي بحران سره مخامخ دي؟

    خيبر پښتونخوا کې پوهنتونونه ولې له مالي بحران سره مخامخ دي؟
    په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې سرکاري پوهنتونونه له مالي بحران سره مخامخ دي، د پاکستان وفاقي حکومت د پېښور پوهنتون په کلنۍ پانګو کې د ۲۷ مېليونه روپیو د کمي پرېکړه کړې ده. د استادانو د اتحادیې مشران وايي چې په دغه اړه یې احتجاجونه هم کړي، خو تر اوسه یې حکومت غوښتنې نه دي منلي.
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 26, 2023

    د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟

    د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟
    د تېلو او ګیسو د چارو پوهان وايي چې خیبر پښتونخوا د قدرتي وسایلو ګڼې زېرمې لري خو د ناسمې منصوبه بندۍ او پالیسیو له کبله یې ځايي خلکو ته ګټه نه رسېږي. دا مهال پاکستان د ورځې پر سر خواوشا ۷۰ زره بېرله تېل پیدا کوي، چې نیمايي یې له خیبر پښتونخوا څخه راځي. دا خیبر پښتونخوا د تیلو او ګیسو څومره زېرمې او د دې ګټه په څه ډول ځايي ولس ته رسېدای شي؟ نن د کرښې په غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

    بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟

    بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟
    د پاکستان دولتي بانک د شمیرو تر مخه په دغه ملک کې د ګرانۍ شرح د ۲۷ فیصده څخه اوړیدلی ده چې پر ضد یې په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې هم شوي دي. د ګرانۍ علتونه څه دي او له دې بحرانه د راوتلو لاره څه ده؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 05, 2023

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟
    په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې وسلوال بریدونه زيات شوي، د سیمې ولسونو له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده. په دې وروستيو کې په جنوبي ضلعو کې د زياترو وسلوالو بریدونو ‌ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په باجوړ کې د ځانمرګي برید ذمه واري بيا د داعش خراسان څانګې منلې ده. .د کرښې پر غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی

    پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي

    پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي
    په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۸ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته امنیتي ادارو د غورځنګ یو شمېر مشران او فعالان نیولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي چې دا کسان یې پر امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي. بلخوا د غورځنګ مشران وايي چې د خپلو ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
    د کرښې پر غاړه
    urAugust 22, 2023

    باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟

    باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟
    د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې په یوه سیاسي غونډه په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی دی. . د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خراسان څانګې د برید ذمه واري منلی ده. نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې له دغې بمي چاودنې وروسته د سیمې پر امنیت خبرې شوې دي.

    پېښور کې د ناامنۍ تر شا څه دي؟

    پېښور کې د ناامنۍ تر شا څه دي؟
    د خیبر پښتونخوا پولیسو د جون پر ۱۱مه په یو راپور کې ویلي چې په پیښور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړيو پينځو مياشتو کې د قتل او غلا په پيښو کې زياتوالی راغلی دی. دا چې د صوبې په مرکزي ښار پېښور کې دناامنۍ تر شا څه لاملونه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
    Logo

    © 2024 Podcastworld. All rights reserved

    Stay up to date

    For any inquiries, please email us at hello@podcastworld.io