Logo

    د کرښې پر غاړه

    د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دلته تاسې د دې اوونیزې خپرونې ټولې برخې موندلای شئ. د کرښې پر غاړه خپرونه په پښتنو سیمو کې پر بېلا بېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو جوړېږي چې د سې شنبې یا نهې پر ورځ په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې پکې اورېدونکي هم نظر ورکولای شي او له مېلمنو پوښتنې کولای شي.
    ur50 Episodes

    People also ask

    What is the main theme of the podcast?
    Who are some of the popular guests the podcast?
    Were there any controversial topics discussed in the podcast?
    Were any current trending topics addressed in the podcast?
    What popular books were mentioned in the podcast?

    Episodes (50)

    د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي

    د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي
    د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل د روژې له پیلېدو سره په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ زیاتېدو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د صوبې اوسېدونکي وايي چې د روزګار موقعې کمې دي او په روژه کې د شیانو بیې لوړې شوې دي چې دوی په اخیستو کې له لوی مشکل سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې صوبايي حکومت خواوشا ۹۰۰،۰۰۰ کسانو ته په روژه کې د ۱۰، ۱۰ زره روپیو ورکولو اعلان کړی دی. په خپرونه کې پر دې غږېدلي یو چې ایا له دې ډول لنډمهاله اقداماتو سره د بې وزلۍ او ګرانۍ ستونزه هوارېدای شي؟ بشپړه خپرونه واورئ.

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟
    په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې له وسلوالو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. تحریک جهاد پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده. دا اوونۍ "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر دې موضوع له مېلمنو سره خبرې کوو چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ولې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی؟
    د کرښې پر غاړه
    urDecember 12, 2023

    د پولیو پر واکسیني کیمپېن بنديز د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي

    د پولیو پر واکسیني کیمپېن بنديز د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي
    په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ګوزڼ پر وړاندې کیمپېن روان دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د ماشومانو پر واکسینونو بندیز لګولی دی. انتظامي چارواکي وايي، د جرګې ډېرې غونډې یې منلې دي او د مسلو د هواري هڅه کوي. په تېر کال کې په پاکستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ د شمالي وزیرستان وې. د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 29, 2023

    خيبر پښتونخوا کې پوهنتونونه ولې له مالي بحران سره مخامخ دي؟

    خيبر پښتونخوا کې پوهنتونونه ولې له مالي بحران سره مخامخ دي؟
    په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې سرکاري پوهنتونونه له مالي بحران سره مخامخ دي، د پاکستان وفاقي حکومت د پېښور پوهنتون په کلنۍ پانګو کې د ۲۷ مېليونه روپیو د کمي پرېکړه کړې ده. د استادانو د اتحادیې مشران وايي چې په دغه اړه یې احتجاجونه هم کړي، خو تر اوسه یې حکومت غوښتنې نه دي منلي.
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 26, 2023

    د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟

    د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟
    د تېلو او ګیسو د چارو پوهان وايي چې خیبر پښتونخوا د قدرتي وسایلو ګڼې زېرمې لري خو د ناسمې منصوبه بندۍ او پالیسیو له کبله یې ځايي خلکو ته ګټه نه رسېږي. دا مهال پاکستان د ورځې پر سر خواوشا ۷۰ زره بېرله تېل پیدا کوي، چې نیمايي یې له خیبر پښتونخوا څخه راځي. دا خیبر پښتونخوا د تیلو او ګیسو څومره زېرمې او د دې ګټه په څه ډول ځايي ولس ته رسېدای شي؟ نن د کرښې په غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

    بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟

    بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟
    د پاکستان دولتي بانک د شمیرو تر مخه په دغه ملک کې د ګرانۍ شرح د ۲۷ فیصده څخه اوړیدلی ده چې پر ضد یې په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې هم شوي دي. د ګرانۍ علتونه څه دي او له دې بحرانه د راوتلو لاره څه ده؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 05, 2023

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟
    په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې وسلوال بریدونه زيات شوي، د سیمې ولسونو له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده. په دې وروستيو کې په جنوبي ضلعو کې د زياترو وسلوالو بریدونو ‌ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په باجوړ کې د ځانمرګي برید ذمه واري بيا د داعش خراسان څانګې منلې ده. .د کرښې پر غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی

    پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي

    پي ټي اېم وايي د ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي
    په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۸ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته امنیتي ادارو د غورځنګ یو شمېر مشران او فعالان نیولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي چې دا کسان یې پر امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي. بلخوا د غورځنګ مشران وايي چې د خپلو ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
    د کرښې پر غاړه
    urAugust 22, 2023

    باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟

    باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟
    د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې په یوه سیاسي غونډه په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی دی. . د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خراسان څانګې د برید ذمه واري منلی ده. نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې له دغې بمي چاودنې وروسته د سیمې پر امنیت خبرې شوې دي.

    پېښور کې د ناامنۍ تر شا څه دي؟

    پېښور کې د ناامنۍ تر شا څه دي؟
    د خیبر پښتونخوا پولیسو د جون پر ۱۱مه په یو راپور کې ویلي چې په پیښور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړيو پينځو مياشتو کې د قتل او غلا په پيښو کې زياتوالی راغلی دی. دا چې د صوبې په مرکزي ښار پېښور کې دناامنۍ تر شا څه لاملونه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

    قبایلي ولس له افغانستان سره د کاروباري لارو پرانيستلو غوښتنه کړې

    قبایلي ولس له افغانستان سره د کاروباري لارو پرانيستلو غوښتنه کړې
    د خيبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، د سوداګرو ټولنو، وکیلانو او د مدني ټولنو استازو له حکومته غوښتتنه کړې چې له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې پرانېزي. د مې پر ۲۹مه په پېښور کې د جماعت اسلامي له خوا د "قبایل ال پارټیز کانفرنس" په نامه جوړه شوې غونډه کې غوښتنه وشوه چې حکومت دې د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره کړې "ژمنې" پوره کړي.

    ايا چين - پاکستان اقتصادي راهداري به افغانستان ته وغځول شي؟

    ايا چين - پاکستان اقتصادي راهداري به افغانستان ته وغځول شي؟
    د مشال رېډيو د دې اونۍ کرښې پر غاړه خپرونه کې ځينو مېلمنو وويل چې افغانستان ته د چين - پاکستان اقتصادي راهدرۍ غځولو کې يو هيواد هم جدي نه دی. خو ځينې بيا وايي که داسې ده نو بيا چين ولې په دغه پروژه کې دومره زياته سرمايه کاري کوي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

    قبایلي ضلعو کې د اختر لپاره څه تیارۍ روانې دي؟

    قبایلي ضلعو کې د اختر لپاره څه تیارۍ روانې دي؟
    په داسې حال کې چې د اختر د خوشحاليو لپاره تیارۍ روانې دی، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ او ګرانۍ له کبله د خلکو ټولنیز ژوند اغېزمن شوی دی. بلخوا له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او د دواړو خواو ولسونه د محدودیتونو له کبله خپلې کاروباري او ټولنیزې هلې ځلې پر مخ نه شي وړلای.

    ایا په خیبر پښتونخوا کې تازه پوځي عملیات کېدونکي دي؟

    ایا په خیبر پښتونخوا کې تازه پوځي عملیات کېدونکي دي؟
    په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده. بل خوا عوامي نېشنل ګوند د مۍ پر درېيمه نېټه د امنیتي او سياسي حالاتو په اړه په اسلام اباد کې د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو اعلان کړی دی. په عین حال کې د خیبر په تیراه کې ځايي ولس د وسلوالو د هلو ځلو او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی دی. دا ځل "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

    په خیبر پښتونخوا کې پر لږکیو د زیاتو شویو بریدونو تر شا څه دي؟

    په خیبر پښتونخوا کې پر لږکیو د زیاتو شویو بریدونو تر شا څه دي؟
    په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت خراب شوی دی، په پېښوراو اړوند سیمو کې د لږکیو پر وګړو بریدونه زیات شوي دي. د یادونې وړ ده چې د پېښور په سپینه وړۍ او دیر کالونۍ کې تیره اوونۍ یو عیسايي او یو سیک په وسله والو بریدونو کې ووژل شو. د دې بریدونو تر شا څه دي؟

    خيبر پښتونخوا کې د اوړو بحران ولې دی؟

    خيبر پښتونخوا کې د اوړو بحران ولې دی؟
    په داسې حال کې چې وزیراعظم شهبازشریف په ټول پاکستان کې د وړیا اوړو د وېشلو لړۍ روانه کړې ده، د روژې له پیل سره سم په خیبر پښتونخوا کې د اوړو ترلاسه کولو په هڅه کې پينځو کسانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. په صوبه کې د اوړو په وېش کې دومره "بې نظمي" ولې ده؟

    د جنوبي وزیرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو تاوان غواړي

    د جنوبي وزیرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو تاوان غواړي
    په داسې حال کې چې چارواکي په قبایلي ضلعو کې د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادۍ او پرمختیايي پروژو ادعاوی کوي، د سویلي وزیرستان جګړه ځپلو له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د خپلو ړنګو شویو کورونو د معاوضې لپاره په ټانک کې احتجاجي پرلت وهلی دی. په دې اړه تفصیل په خپرونه کې.

    د پاکستان لومړۍ ډیجېټل سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ پیلېږي

    د پاکستان لومړۍ ډیجېټل سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ پیلېږي
    په پاکستان کې په لومړي ځل برېښنايي يا ډيجېټل سرشمېرنه کېږي. د دې هېواد د شماریاتو اداره وايي، ۱،۲۶۰۰۰ شمېرونکي دا چارې پر مخ وړي. د دوی په وینا، خلک کولی شي چې د مارچ تر درېیمې نېټې پورې انلاین خپل کور او پکې اوسېدونکي کسان درج کړي. فرخنده اسد په کوربه توب د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر هم دې موضوع بحث شوی دی.
    د کرښې پر غاړه
    urFebruary 28, 2023

    د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: پاکستان کې د پښتو مقام

    د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: پاکستان کې د پښتو مقام
    د فبرورۍ ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ده. د کرښې په غاړه خپرونه کې د پښتو ژبې پر لیک لوست او اوسني حالت خبرې اورېدلای شئ. په دې خپرونه کې دا بحث هم شوی چې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره په پاکستان کې پر سرکاري او غیر سرکاري کچ څه هلې ځلې روانې دي.

    د پاکستان په پارلېمان کې د ترهګرۍ پر خطر بحث شوی دی

    د پاکستان په پارلېمان کې د ترهګرۍ پر خطر بحث شوی دی
    په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر ۱۳ مه د پارلېمان په شریکه غونډه کې د ترهګرۍ پر موضوع بحث شوی دی. د بحث پر مهال د پارلېمان غړو د پوځ پر کردار هم نیوکی کړي او پوښتنه یې راپورته کړه چې اووه لکه پوځ د يو څو زره وسلوالو په ځپلو کې ولې پاتې راغلی دی. بل خوا د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ولسي پاڅون تر سیوري لاندی یوه لويه ولسي غونډه شوې ده
    د کرښې پر غاړه
    urFebruary 14, 2023
    Logo

    © 2024 Podcastworld. All rights reserved

    Stay up to date

    For any inquiries, please email us at hello@podcastworld.io