خيبر پښتونخوا کې د اوړو بحران ولې دی؟
په داسې حال کې چې وزیراعظم شهبازشریف په ټول پاکستان کې د وړیا اوړو د وېشلو لړۍ روانه کړې ده، د روژې له پیل سره سم په خیبر پښتونخوا کې د اوړو ترلاسه کولو په هڅه کې پينځو کسانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. په صوبه کې د اوړو په وېش کې دومره "بې نظمي" ولې ده؟