ایا په خیبر پښتونخوا کې تازه پوځي عملیات کېدونکي دي؟
په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده. بل خوا عوامي نېشنل ګوند د مۍ پر درېيمه نېټه د امنیتي او سياسي حالاتو په اړه په اسلام اباد کې د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو اعلان کړی دی. په عین حال کې د خیبر په تیراه کې ځايي ولس د وسلوالو د هلو ځلو او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی دی. دا ځل "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.