Logo

    د کرښې پر غاړه

    د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دلته تاسې د دې اوونیزې خپرونې ټولې برخې موندلای شئ. د کرښې پر غاړه خپرونه په پښتنو سیمو کې پر بېلا بېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو جوړېږي چې د سې شنبې یا نهې پر ورځ په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې پکې اورېدونکي هم نظر ورکولای شي او له مېلمنو پوښتنې کولای شي.
    ur50 Episodes

    People also ask

    What is the main theme of the podcast?
    Who are some of the popular guests the podcast?
    Were there any controversial topics discussed in the podcast?
    Were any current trending topics addressed in the podcast?
    What popular books were mentioned in the podcast?

    Episodes (50)

    تیرکال په سوات کې ۷۷ ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي

    تیرکال په سوات کې ۷۷ ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي
    د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په تیر یو کال کې په ټول پاکستان کې ۴۷۰ ښځې د ناموس یا عزت په نامه وژل شوي دي. دغه شان یوازی د خیبر پښتونخوا په سوات کې ۷۷ ښځې د ناموسي وژنو ښکار شوي دي. د ناموسي وژنو د مخ په زیاتیدونکو پیښو تر شا علتونه څه دي؟د دې اوونۍ په کرښې غاړه خپرونه کې په هم دې اړه بحث لرو.
    د کرښې پر غاړه
    urJanuary 24, 2023

    د لطیف اپرېدي مبارزه، وژنه او په پښتنه سیمه کې بې امني

    د لطیف اپرېدي مبارزه، وژنه او په پښتنه سیمه کې بې امني
    نومومیالی قانون پوه او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي د پښتنو د قانوني او سیاسي حقونو د خوندي کولو لپاره له تېرو پينځه لسیزو راهیسې مبارزه کړې وه. هغه د سیاسي مبارزې پر مهال د بند له سختیو هم راتیر شوی وو. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د اپرېدي پر مبارزه او په پښتنه سیمه کې پر روانې ناامنۍ بحث شوی دی. شاهين بونیری یې کوربه دی.
    د کرښې پر غاړه
    urJanuary 17, 2023

    صوابيوال وايي حکومت دې امن پر ځای کړي

    صوابيوال وايي حکومت دې امن پر ځای کړي
    د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو سيمو په شان په صوابۍ کې هم په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. د دې ځای قومي مشران او سياسي فعالان وايي حکومت بايد د امنيت ښه کولو لپاره پاخه ګامونه واخلي. په دې اړه نور تفصيل د شاهين بونيری په کوربه توب کرښې پر غاړه خپرونه کې واورئ.
    د کرښې پر غاړه
    urJanuary 10, 2023

    ایا پښتونخوا کې د تازه پوځي عملیاتو تیارۍ روانې دي؟

    ایا پښتونخوا کې د تازه پوځي عملیاتو تیارۍ روانې دي؟
    د پاکستان قامي سلامتۍ کمېټې په خیبرپښتونخوا کې پر ناامنيوو اندېښنه ښوولې او ويلي یې دي چې د هرې وسله والې ډلې پر ضد به کارروايي کيږي. ايا د دې مطلب د نوي پوځي عملياتو کول دي؟ په دې اړه نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث شوی دی. کوربه یې شاهين بونیری دی.
    د کرښې پر غاړه
    urJanuary 03, 2023

    د چمن - سپین بولدک خلک د اختلافونو مخنیوی غواړي

    د چمن - سپین بولدک خلک د اختلافونو مخنیوی غواړي
    د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر چمن - سپين بولدک څو ځل نښتې شوې. طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو د پيل پړه پر يو بل اچوي خو ځايي ولس وايي د دې اختلافاتو زور له خلکو ووځي. دوی زیاتوي چې لارې باید ونه تړل شي. کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث شوی دی. کوربه یې شاهین بونیری دی.
    د کرښې پر غاړه
    urDecember 13, 2022

    خيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟

    خيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟
    په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې ترهګر بریدونه زيات شوي، په سوات کې قامي جرګې او په بنو کې د دوکاندارانو اتحادیې د یو احتجاجي لاریون له لارې په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړی ده. دا بریدونه وروستو له هغې ډېر شوي چې تحریک طالبان پاکستان خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی.
    د کرښې پر غاړه
    urDecember 06, 2022

    له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول؟

    له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول؟
    تر هغې وروسته چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خارجه چارو د مملکت وزیره به د نومبر پر ۲۹مه کابل ته ځي، ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی. دا چې له وسلوالو طالبانو سره د حکومتي جرګې د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول، د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث ورباندې شوی دی.
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 29, 2022

    کورمه: پر ډيورنډ کرښې جګړې د دواړو خواوو ولسونه ناکراره کړي دي

    کورمه: پر ډيورنډ کرښې جګړې د دواړو خواوو ولسونه ناکراره کړي دي
    د چارواکو په وینا د کورمې په خرلڅيو کې د نومبر پر ۲۰مه شپې مهال پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او ځايي قومونو ترمینځ له نښتې وروسته لاره تړلې پرته ده او د سیمې ولس له وېرې او بې یقینۍ سره مخامخ دی.
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 22, 2022

    د حقونو فعالان: د سيند په جېلونو کې بند افغانان له کړاو سره مخامخ دي

    د حقونو فعالان: د سيند په جېلونو کې بند افغانان له کړاو سره مخامخ دي
    د حقونو فعالان وايي چې د پاکستان امنیتي ادارو په کراچۍ کې شاه وخوا ۱۵۰۰ افغانان نیولي او د هغوی پر ضد یې تر فارن ایکټ لاندې مقدمې درج کړي دي. د سیند پولیس وايي چې دغو افغانانو پاکستان ته د قانوني تګ جواز نه درلود خونيول شوي افغانان او د هغوی وکيله بيا دا تورونه ردوي. په دوی کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي چې دا وخت په بیلا بیلو جیلونو کې قيد دي
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 15, 2022

    د اتمانزو جرګی او حکومت ترمینځ د مذاکراتو بنیادي نکتی څه دي؟

    د اتمانزو جرګی او حکومت ترمینځ د مذاکراتو بنیادي نکتی څه دي؟
    په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې او چارواکو تر مینځ مذاکرات کامیاب شوي دي. د جرګې مشران او د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې هواری شوي دي او احتجاج کوونکو خپل پرلت پای ته رسولی دی.
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 08, 2022

    پښتون قامي اتحاد ــ غوښتنې او ننګونې

    پښتون قامي اتحاد ــ غوښتنې او ننګونې
    د خيبر پښتونخوا له یوشمېر ګوندونو او ډلو جوړ "پښتون قامي اتحاد" اعلان کړی چې د نومبر پر څلورمه به د امن لپاره احتجاج کوي. په دې اتحاد کې د بیلا بیلو سیاسي نظریو لرونکي خلک په پښتونخوا کې د امن لپاره په یو ځای راټول شوي دي. ايا هڅې به یې نتيجې ولري؟
    د کرښې پر غاړه
    urNovember 01, 2022

    پاکستان کې د ايیني حقونو غوښتونکي له کومو چېلېنجونو سره مخامخ دي؟

    پاکستان کې د ايیني حقونو غوښتونکي له کومو چېلېنجونو سره مخامخ دي؟
    په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وویل چې په پاکستان کې جمهوریت نه بلکې بادشاهت دی چې ټولې فیصلې په کې د پوځ مشر کوي. تر دې وروسته د پنجاب پولیسو د هغه پر ضد د "غدارۍ" مقدمه درج کړې ده. نن د کرښې په غاړه کې پر دغه موضوع بحث شوی دی
    د کرښې پر غاړه
    urOctober 25, 2022

    ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف د بریالیتوب تر شا څه دي؟

    ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف د بریالیتوب تر شا څه دي؟
    پاکستان کې د اکتوبر پر ۱۶مه ترسره شویو ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر د قامي اسمبلۍ په اتو څوکیو کې شپږ څوکۍ ګټلي دي. په پنجاب او سیند کې پیپلز ګوند د تحریک انصاف کاندیدانو ته په ماتې ورکولو سره دوې څوکۍ ګټلې خو په خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ درې واړې څوکۍ په خپل نوم کړي دي.
    د کرښې پر غاړه
    urOctober 18, 2022

    په سوات کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره شوې ده

    په سوات کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره شوې ده
    په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې ناکراري ډېره شوی ده، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې باید د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدامنۍ مخه ونیسي. خو صوبايي جکومت د امنیت ذمه واري پر وفاقي حکومت اچولې ده.
    د کرښې پر غاړه
    urOctober 11, 2022

    پاکستان کې د نرښځیانو قانون نوي بحثونه راپارولي دي

    پاکستان کې د نرښځیانو قانون نوي بحثونه راپارولي دي
    د پاکستان په پارلیمان کې د نرښځیانو د حقونو په اړه د ټرانسجنډر پرسنز ایکټ (۲۰۱۸) په اړه تاوده بحثونه شوي دي او ځيني مذهبي او سیاسي مشرانو دا د اسلامي اقدارو ضد ګڼلې. خو د نرښځیانو د حقونو فعالان وايي چې دغه تورونه بې ځایه دي او باید په دغه بهانه دوی له حقونو بې برخې نه شي
    د کرښې پر غاړه
    urOctober 04, 2022

    د روانې بې امنۍ مخنيوی څنګه کیدلی شي؟

    د روانې بې امنۍ مخنيوی څنګه کیدلی شي؟
    د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د بې امنۍ پیښې ډیرې شوې خو پر ضد یې خلکو احتجاجونه هم روان ساتلي دي. پوځ وايي د هر قسمه عملياتو جوګه دی خو په عملي ډول څه کيدلی شي؟ د ترهګرو د مخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟ پر دې موضوع د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث شوی چې شاهين بونیری یې کوربه دی
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 21, 2022

    بونېر کې د بې امنۍ ضد احتجاج څه ارزښت لري؟

    بونېر کې د بې امنۍ ضد احتجاج څه ارزښت لري؟
    د خیبر پښتونخوا د بونېر ضلعې په امازیو کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه تر خبرونو خپرېدو وروسته ځايي خلکو د یو احتجاجي لاريون له لارې له حکومته د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړی ده. دوی دړکه ورکړې چې که په سیمه کې یې امنیت ټینګ نه شو نو احتجاج به لا پراخه کړي. پر دې موضوع په د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
    د کرښې پر غاړه
    urSeptember 07, 2022

    سېلاب ځپلي وايي د خیبر پښتونخوا غریزې سیمې اوس هم له مرستو بې برخې دي

    سېلاب ځپلي وايي د خیبر پښتونخوا غریزې سیمې اوس هم له مرستو بې برخې دي
    چارواکي وايي چې په پاکستان کې وروستیو سېلابونو خواوشا د ۱۰ اربه ډالره تاوانونه اړولي دي او د بیا ابادۍ کارونه به پينځه کلونو ته اړتیا لري. بلخوا د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې سېلاب ځپلي د خوراک، دوایانو او خېمو غوښتنه کوي او وايي چې اوس هم ډیرو سیمو ته رسېدل ستونزمن دي او سړکونه نړېدلي پراته دي.
    د کرښې پر غاړه
    urAugust 30, 2022

    خیبر پښتونخوا کې د امنیت خرابېدونکی حالت او ولسي غبرګونونه

    خیبر پښتونخوا کې د امنیت خرابېدونکی حالت او ولسي غبرګونونه
    په داسې حال کې چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د امنیت وضع خرابه شوې ده، په سوات ، باجوړ، مومندو او کوز دیر کې د امن لپاره لاریونونه، احتجاجي مظاهرې او جرګې شوې دي. احتجاجیان د امنیت ټینګښت او د هدفي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي. بل خوا حکومت وايي، په سیمه کې یې د امنیت لپاره هلې ځلې پیل کړي دي او له مظاهره چیانو سره هم مذاکرات کوي. په "کرښې پر غاړه" خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
    د کرښې پر غاړه
    urAugust 24, 2022

    د خیبر پښتونخوا ملاکنډ سیمه ولې د وسله والو د فعاليتونو ځای ګرځېدلی دی؟

    د خیبر پښتونخوا ملاکنډ سیمه ولې د وسله والو د فعاليتونو ځای ګرځېدلی دی؟
    په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات او دیر کې د وسله والو فعالیتونه لیدل شوي، د سیمې خلکو د دې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي. د دې تر څنګ په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند او په مینګوره کې د سوات قامي جرګې د سیوري لاندی قامي امن جرګې هم راجوړی شوي دي.
    د کرښې پر غاړه
    urAugust 16, 2022
    Logo

    © 2024 Podcastworld. All rights reserved

    Stay up to date

    For any inquiries, please email us at hello@podcastworld.io