Logo

    د مشال مرکه

    د مشال مرکه اوونیزه خپرونه د مشال راډیو بېلا بېل خبریالان جوړوي. په خپرونه کې له یو کس سره د هغه یا هغې له شخصي ژونده واخله تر مسلکي ژوند او پر روانو چارو تفصیلي خبرې کېږي. خپرونه له ۲۶ نیولې تر ۲۷ دقیقو پورې وخت لري او پر راډیو او ووبپاڼې خپرېږي.
    ur50 Episodes

    People also ask

    What is the main theme of the podcast?
    Who are some of the popular guests the podcast?
    Were there any controversial topics discussed in the podcast?
    Were any current trending topics addressed in the podcast?
    What popular books were mentioned in the podcast?

    Episodes (50)

    ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی

    ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر ډاکټر زاهد انور مېلمه کړی دی. نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه زده کړې کړې دي. ډاکتر انور وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په پاکستان کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړې ده چې دا د جمهوري نظام خوندیتوب لپاره مهم دي. دی وايي، وفاقي او صوبايي حکومتونه باید یو بل وزغمي او په ګډه کار وکړي. ډاکتر انور وايي، په قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی. بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urMarch 10, 2024

    محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي

    محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا خبريال او شنونکی محمد رياض مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو درو لسيزو راهيسې د خبریال په توګه کار کوي او پر پاکستاني سیاست ژور نظر لري. دی وايي، په هېواد کې بیا اېتلافي حکومت جوړېږي خو اکثر داسې حکومتونه په سم ډول کار نه شي کولای. ریاض وايي، د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته په پاکستان کې مفاهمتي سیاست د کمزوري کېدو په حال کې دی. بشپړه مرکه واورئ.

    مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي

    مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې فري اېنډ فېېر الېکشن نېټورک (فافېن) مشره مسرت قديم مېلمنه کړی ده. نوموړی د هغې شبکې له بنسټګرو څخه ده. فافېن په پاکستان انتخاباتي او د پارلېمانې چارې څاري. مسرت قديم وايي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي ځکه چې پر هغه ورځ د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړل شوی وو او د فافېن څارونکي هم د رایې اچونې ډېرو مرکزونو ته نه ول پرېښول شوي. له هغې سره ځانګړې مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urFebruary 21, 2024

    قريش خټک وايي انتخابات ښايي پاکستان کې سیاسي بې ثباتي ختمه کړي

    قريش خټک وايي انتخابات ښايي پاکستان کې سیاسي بې ثباتي ختمه کړي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د سياسي چارو پوه قريش خټک مېلمه کړی دی. له نوموړي سره مو په پاکستان کې د افبرورۍ اتمې د انتخاباتو ترڅنګ پر جمهوري عمل، د ګوندونو رول او له دې سره تړلې موضوعات څېړلي دي. خټک وايي، د ۲۰۱۸ز کال تر انتخاباتو وروسته خلکو ته ښکاره شوه چې پوځ په سياست څومره مهم رول درلود. پوځ په بیا بیا په سیاسي چارو کې د مداخلې تور رد کړی دی. بشپړه خپرونه واورئ.
    د مشال مرکه
    urFebruary 04, 2024

    خوشال زاده: بهر مېشتي پاکستانیان دا ځل هم رایه نه شي کارولای

    خوشال زاده: بهر مېشتي پاکستانیان دا ځل هم رایه نه شي کارولای
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړی وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره یې ټول انتظامات کړي دي او د نتیجو غونډولو له برېښنايي نظامه یې نیمګړتیاوې لیرې کړې دي. دی وايي، دا ځل هم بهر مېشتي پاکستانیان په انتخاباتو کې رایه نه شي کارولای. بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urJanuary 31, 2024

    مسید وايي د امنیت ناسمه وضع انتخاباتي هلې ځلې اغېزمنوي

    مسید وايي د امنیت ناسمه وضع انتخاباتي هلې ځلې اغېزمنوي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او څېړونکی احسان الله ټيپو مسيد مېلمه کړی دی. نوموړی د خراسان ډایرۍ په نوم د یوې رسنۍ د مدیرانو له ډلې دی. مسید له کلونو راهیسې د امنیتي حالاتو په اړه خبریالي او څېړنې کوي او له نړیوالو رسنیو سره یې هم کار کړی دی. دی وايي، اسلام اباد دا فکر کاوه چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي، خو داسې و نه شول. مسید وايي چې په داسې حال کې چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي، په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ اندېښنې پیدا کوي. بشپړه مرکه واورئ.

    سېنېټر همايون مومند وايي د ناامنۍ ختمولو لپاره له وسلوالو سره مذاکرات اړين دي

    سېنېټر همايون مومند وايي د ناامنۍ ختمولو لپاره له وسلوالو سره مذاکرات اړين دي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې سېنېټر محمد همايون مومند مېلمه کړی دی. نوموړي له انګلستانه لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي او له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې سياست کوي او اوسمهال د تحريک انصاف ګوند سېنېټر دی. مومند وايي، په هېواد کې د امنیت ټینګښټ لپاره له هغو وسلوالو سره خبرې په کار دي چې حکومتي عملداري مني. دی وايي، د ناامنۍ ختمولو یوازینۍ لاره مذاکرات دي. بشپړه مرکه واورئ.

    اکبر خان وايي پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د پخوا پرتله زیات خراب شوی دی

    اکبر خان وايي پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د پخوا پرتله زیات خراب شوی دی
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې غړی اکبر خان مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسې په پاکستان کې د بشري حقونو د فعال په توګه کار کوي. خان وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د نورو وختونو پرتله زيات خراب شوی دی. دی وايي، بايد ولس له خپلو اييني حقونو ځان خبر کړي او د خوندیتوب او ترلاسه کولو لپاره یې غږ پورته کړي. بشپړه مرکه واورئ.

    اصف ایوب: پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو پرېکړه ناسمه ده

    اصف ایوب: پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو پرېکړه ناسمه ده
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د اسلام اباد های کورټ وکیل اصف ايوب مېلمه کړی دی. نوموړي له تېرو شپږو کلونو راهيسې په اسلام اباد کې وکالت کوي او د صوابۍ د يار حسين سیمې دی. ایوب وايي، په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازې ورکولو په اړه د سپریم کورټ پرېکړه ناسمه ده. د پاکستان د سترې محکمې یوې جرګګۍ د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه وځنډوله چې د وکیلانو د ټولنو او ځینو سیاسي ګوندونو غبرګونونه یې وپارول. ایوب وايي، دا پرېکړه د عدلیې لپاره ښه مثال نه شي ثابتېدای. بشپړه خپرونه واورئ.
    د مشال مرکه
    urJanuary 10, 2024

    خوشال زاده: د خیبر پښتونخوا له رجسټرډ ووټرانو څخه یې ۴۵ فیصده ځوانان دي

    خوشال زاده: د خیبر پښتونخوا له رجسټرډ ووټرانو څخه یې ۴۵ فیصده ځوانان دي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړي له ۲۰۰۱ز کال راهيسي د ټاکنو کمېشن چارواکی په توګه کار کوي. موږ له هغه سره په داسې حال کې غږېدلي یو چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي. خوشال زاده وايي، په خيبر پښتونخوا کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر شاوخوا دوه نيم کروړه دی چې ورڅخه یې ۴۵ سلنه ځوانان دي. دی پر ځوانانو ټینګار کوي چې خپل ووټ وکاروي ځکه چې دا یې اییني حق او مسوولیت دی. بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urDecember 20, 2023

    عرفان بابک وايي په قبايلي سيمو کې د ښځو پرضد د تشدد پېښي نه رپورټ کېږي

    عرفان بابک وايي په قبايلي سيمو کې د ښځو پرضد د تشدد پېښي نه رپورټ کېږي
    دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکی عرفان حسېن بابک مېلمه کړی دی. نوموړی د "اوېکنينګ" يا "بيداري" په نامه د ادارې مشر دی. دا تنظيم د ښځو، لږکيو او نرښځيانو د حقونو لپاره له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې کار کوي. عرفان بابک وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې پرښځو د تشدد زياتې پېښي کېږي خو د ټولني د رواياتو له وجې نه رپورټ کېږي. د نوموړي په خبره په روان ۲۰۲۳ز کال کې په سوات کې ۳۰ ښځې وژل شوې دي چې د ناموس په نوم د وژنو نوم ورکړل شوی دی. بشپړه مرکه لاندې واورئ.
    د مشال مرکه
    urDecember 15, 2023

    شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی

    شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی
    دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې خبريال او ليکوال شمس مومند مېلمه کړی دی. نوموړي په ۹۰مه لسيزه کې صحافت پيل کړی وو. شمس مومند د اووه کتابونو ليکوال دی. د نوموړي وروستی کتاب د خيبر پښتونخوا د قدرتي وسايلو په اړه دی. مومند وايي، د پښتنو سيمه له قدرتې زېرمو ډکه ده خو له دې څخه ګټه نه پورته کېږي. دی وايي، په اردو ژبه د کتاب ليکلو مقصد د سيمې په اړه هغو خلکو ته رسېدل وو چې په دې خبره پوه شي او د دې لپاره غږ پورته کړي. بشپړه مرکه لاندې واورئ.
    د مشال مرکه
    urDecember 06, 2023

    سیف افغان هېواد ته تر ستنېدو وروسته کرکټ اکاډمي پرانیزي

    سیف افغان هېواد ته تر ستنېدو وروسته کرکټ اکاډمي پرانیزي
    دا اوونۍ مو مشال مرکه د هغو افغان کډوالو ژوند او مشکلاتو ته ځانګړې کړې چې د پاکستان حکومت هېواد ته ستانه کړي دي. په نننۍ خپرونه کې مو له سیف افغان سره خبرې کړې دي. نوموړی په پاکستان کې زېږېدلی او هم هلته یې زده کړې کړې دي. دی وايي، د پاکستان حکومت یې د کورنۍ ۱۱ غړي پر اسنادو لرلو سربېره هېواد ته ستانه کړي دي. ۲۲ کلن سیف افغان وايي له پاکستانه د کډوالو ستنولو خواشینی کړی دی. دی زیاتوي چې په خپل هېواد کې د کرکټ اکاډمي پرانیزي. بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urNovember 29, 2023

    دارو خان اڅکزی: د پاکستان او افغانستان چارواکي دې سوداګري د سیاست لپاره نه قربانوي

    دارو خان اڅکزی: د پاکستان او افغانستان چارواکي دې سوداګري د سیاست لپاره نه قربانوي
    په مشال مرکه کې مو دا اوونۍ انجینر دارو خان اڅکزی مېلمه کړی دی. نوموړی د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې يا چيمبر اف کامرس پخوانی مشر دی او په بېلابېلو سوداګریزو سازمانونو کې یې کار کړی دی. اڅکزی وايي، په چمن کې خلکو د اربونو روپیو پانګونه کړې او له افغانستان سره سوداګري د سیمې د خلکو د ګټې یوازینۍ ذریعه ده. دی زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان چارواکي باید سیاست او سوداګري له یو بل جلا وساتي او د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي. بشپړه خپرونه واورئ.
    د مشال مرکه
    urNovember 10, 2023

    ډاکتر محمد عرفان الله وايي پښتانه نفسیاتي ستونزو ته زیات پام نه کوي

    ډاکتر محمد عرفان الله وايي پښتانه نفسیاتي ستونزو ته زیات پام نه کوي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې مو په پېښور کې د رواني یا نفسیاتي ناروغیو له متخصص ډاکتر محمد عرفان الله سره خبرې کړې دي. نوموړی له لسیزو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې کار کړی دی او اوسمهال په پېښور کې په نشه يي توکو د روږدو او په رواني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې لپاره خپل شخصي روغتون چلوي. دی وايي، د پښتنو په ټولنه کې خلک رواني ناروغیو ته زیاته توجه نه ورکوي چې همدا د هغو رنځونو د زیاتوالي لامل دی. بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urNovember 01, 2023

    د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمېشن ویاند سهیل احمد وايي، خلک باید په ټولټاکنو کې برخه واخلي

    د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمېشن ویاند سهیل احمد وايي، خلک باید په ټولټاکنو کې برخه واخلي
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا صوبې وياند سهيل احمد ميلمه کړی دی. نوموړي په صحافت کې لوړې زده کړې کړي او له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن د وياند په توګه کار کوي. سهيل احمد وايي، له تېرو هغو پرتله راتلونکي عام انتخابات به په هر لحاظ په ښه طريقه ترسره شي او د دې لپاره په ټولو اړخونو باندې کار روان دی. د ده په خبره که چیرې په قبايلي ضلعو کې په حلقه بنديو باندې د خلکو اعتراضات وي نو د اکتوبر اخرۍ اوونۍ پوري خپل اعتراضات کمېشن سره جمع کولي شي. ده زياته کړه چې بايد په انتخاباتو کې خلک خپلې رايي وکاروي او د جمهوري عمل په وده کې برخه واخلي.
    د مشال مرکه
    urOctober 21, 2023

    محمود جان بابر وايي په پاکستان کې له صحافته کاروبار جوړ شوی دی

    محمود جان بابر وايي په پاکستان کې له صحافته کاروبار جوړ شوی دی
    په "مشال مرکه" کې مو دا اوونۍ خبريال او شنونکی محمود جان بابر مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۲۵ کلونو راهيسي صحافت کوي او د خبريالانو د بېلا بېلو سازمانونو مشري يې هم کړې ده. نوموړی دا وخت په پېښور کې د سما ټېلېويژن بيورو چيف يا مشر دی. محمود جان بابر وايي، له تېرو څو کلونو راهيسي په پاکستان کې صحافت کول او بېطرفه پاتې کېدل ګران شوي دي. د ده په خبره، په موجوده حالاتو کې له صحافت څخه کاروبار جوړ شوی دی او هغه شان ازادي هم نه شته لکه پخوا چې وه. له نوموړي سره بشپړه مرکه لاندې اورېدلی شئ.

    د پېښور پوهنتون استاد راشد حسين وايي په مورنۍ ژبه زده کړې اړینې دي

    د پېښور پوهنتون استاد راشد حسين وايي په مورنۍ ژبه زده کړې اړینې دي
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د اردو ژبې له استاد راشد حسين سره خبرې کړې دي. نوموړی په پېښور پوهنتون کې د اردو ژبې او ادبیاتو استاد دی. حسين وايي، په مورنۍ ژبې کې زده کړې خورا زیاتې مهمې دي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urOctober 05, 2023

    ډاکتر خالد مفتي وايي په پښتنو کې د رواني ناروغیو په اړه پوهاوی زیات شوی دی

    ډاکتر خالد مفتي وايي په پښتنو کې د رواني ناروغیو په اړه پوهاوی زیات شوی دی
    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې په پېښور کې مېشت ډاکتر خالد مفتي مېلمه دی چې د رواني یا نفسیاتي ناروغیو متخصص دی. نوموړی د خيبر ميډيکل کالج پخوانی مشر پاتې شوی دی او د پاکستان د نفسیاتي او ذهني صحت ادارې غړی دی. ډاکتر خالد مفتي وايي، د پخوا پرتله په پښتنو کې د رواني ناروغیو په اړه پوهاوی زيات شوی دی. دی وايي، په پېښور کې اوسمهال تر ۱۷ فیصده پورې ماشومان او ځوانان له بېلابېلو رواني ناروغیو سره مخامخ دي. له ډاکتر خالد مفتي سره بشپړه مرکه واورئ.
    د مشال مرکه
    urSeptember 28, 2023

    اقتصاد پوه معراج الحق وايي، د پاکستان اقتصادي بېخبینا بدلون ته اړتیا لري

    اقتصاد پوه معراج الحق وايي، د پاکستان اقتصادي بېخبینا بدلون ته اړتیا لري
    دا اونۍ په مشال مرکه کې له اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق سره غږېدلي یو. نوموړی له کوز دير سره تعلق لري او په معاشياتو کې يې لوړې زده کړي کړې دي. ډاکټر معراج له نړيوال بانک سره د سلاکار په توګه هم کار کړی او دا وخت په اسلام اباد اسلامک پوهنتون کې د معاشیاتو زده کړي ورکوي. نوموړی وايي، د پاکستان په اقتصادي بېخبنا کې نمګړتياوو له وجې ستونزې دي. د هغه په خبره د هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره به خوځنده چلند نه کار اخیستل غواړي. د هغوی نورې څرګندونې په مشال مرکه کې اورېدلی شئ:
    د مشال مرکه
    urSeptember 23, 2023
    Logo

    © 2024 Podcastworld. All rights reserved

    Stay up to date

    For any inquiries, please email us at hello@podcastworld.io